خبرونهټولنه

په لوګر کې د یوه کور د نړېدو له امله څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

کابل، د غوایي، ۴مه، باختر 

د لوګر ولایت ځایي مسؤلین وایي، چې د مرکز پل علم د پادخواب شانې په سیمه کې د یوه کور د چت نړېدو پېښه کې دوې ښځې او دوه ماشومان مړه شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې تېره شپه مرکز ته اړوند د پادخواب شانې سیمې میدانک کلي کې د یوه کور چت د نړېدو له امله دوو ښځو او دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله یو شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونو اوښتي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته