خبرونهروغتیا

په لوګر کې د کرونا ويروس نهه نوي مثبتې پېښې ثبتې شوې

٢٧- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د لوګر د عامې روغتيا رياست مسوولان په دغه ولايت کې د کويد-١٩ ويروس د دويمې څپې د خپرېدو او پراختيا خبرورکوي. او د پل علم له ټولواوسيدونکو غواړي چې په ټول جديت سره د دغې خطرناکې ناروغۍ د مبارزې په وړاندې ټول روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي .
د لوګر د عامې روغتيا د سرويلانس مسوول ډاکتر صفي الله ناصري د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په لوګرکې د تېرې يوې ورځې په بهير کې د کرونا ويروس نهه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه چې دغه نښه د ويروس د پراختيا لوړوالي ښيي اوبايدخلک روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.
ناصري زياته کړه چې د ويروس د خپرېدو له وخته تراوسه پورې په لوګر کې ٦١٧ تنه په کرونا اخته شوي دي چې ٥٢٤تنه يې روغ شوي دي او ٢٨ تنه يې مړه شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په څو وروستيو ورځو کې په لوګر کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دي.
ختم_شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته