خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې د کرنې ۳ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر

د لوګر په مرکز پل علم سربېره ۳ ولسوالیو کې د څه باندې ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې ۳ پروژې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ د معین مولوي صدراعظم عثماني او یو شمېر نورو چارواکو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي سيد امين هاشمي وويل چې په دغو پروژو کې په مرکز سربېره، بره کي برک، څرخ او آزرې ولسوالیو کې د ۵ شنو خونو، ۴ سړو خونو او ۱۰ جریبه سوداګریز بڼ جوړول شامل دي چې پرې ۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

هاشمي زیاته کړه  د یادو پروژو د پلې کولو اصلي موخه د کرنې میکانیزه کول، کروندګرو ته د کاري چاپېریال رامنځته کول او خلکو ته په یخنۍ کې تازه سبزیجاتو ته د لاسرسي زمینه برابرول دي.

ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدراعظم عثماني د دغو پروژو بشپړېدل د کروندګرو د حاصلاتو د زیاتوالي او د هغوی د اقتصاد په لوړولو کې مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د هېواد په ځان بسیا کېدل په کرنه پورې اړه لري.

د دغو پروژو ګټه اخیستونکو د کرنې د پیاوړتیا او میکانیزه په برخه کې د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کرنې وزارت د هڅو ستاینه وکړه او له مسوولینو یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

یاده دې شي چې د سړو خونو د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او پاتې ۴۰ سلنه یې د ګټه اخیستونکو له خوا ورکړل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته