امنیت

په لوګر کې د چرګانو پنځه سوه فارمونه جوړ شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٧نيټه : په لوګر ولايت کې پرون دجرګانو پنځه سوه فارمونه جوړشول . د باختر آژانس دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې موخه په پل علم ښارکې جوړه شوې وه ،دکرنې رياست دبڼوالۍ اومالدارۍ دملي پروګرام په همکارۍ دڅه ناڅه اتلسوميليونو اووه سوه زرو افغانيو په ارزښت په هرې اړې کورنۍ د دغه ولايت په مرکز او د محمدآغې په ولسوالۍ کې ديرش هګى اچوونکي چرګان ، دچرګانو درې سوه کيلوګرامه خوراکي توکي ، د اوبو يو ټانکر او داړتيا وړ نور وسايل وويشل . د دغو چرګانو د ويشلو په بهيرکې د لوګر د والي مرستيال قمرالدين شکيب، دولايتي شوراغړي قسيم خوشي وال ، دلوګر ولايت دښځو چارو رئسيې شيما زرګر اود بڼوالۍ او مالدارۍ دملي پروګرام استازي حاضر وو. د لوګر ولايت يوشمېر ښځې سره له دې چې هغوى دخپلو کورنيو مشري کوي اوس هم د ورځنيو لګښتونو په پوره کولو کې له جدې ستونزو سره مخامخې دي. پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته