خبرونهټولنه

په لوګر کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې آزرې ولسوالۍ په منګل دره کې به د څښاک اوبو د یوې شبکې په جوړېدو سره د ۵۰۰ کورنیو د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خېل باختر آژانس ته وويل چې د اوبو رسولو دغه شبکه چې د يونيسف موسسې په مالي مرسته د ٧ میلیونو او ۵٦٠ زره افغانيو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې رغول کېږي چې ورسره به ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

نايب خېل زياته کړه چې د اوبو رسولو په دې شبکه کې د ۵۰ متر مکعب اوبو په وړتیا د یوې زېزمې جوړول ، د ١١ زره ١٢٦ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۱۵۵ نل لیکو نښلول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د ۵ میلیونو او ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د آزرې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو ۶ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته