خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې د پېژندپاڼو د وېش له کبله څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر

د لوګر د احصایې او معلوماتو ریاست مسؤلین وایي، چې د تېرو ۸ میاشتو په لړ کې د برېښنایي او کاغذي پېژند پاڼو د وېش له کبله یې څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د لوګر د احصایې او معلوماتو رئیس قاري نجیب الله نظامي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د لوګر په کچه تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۲۱ زره کسانو برېښنایي پېژندپاڼې او سلګونو نورو کسانو ته کاغذي تذکرې وېشلي، چې له دې لارې څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

په ورته وخت کې  د برېښنایي پېژند پاڼو د مرکز مدیراسدالله مجروح وایي، چې د لوګر ډېری خلک اوس د تذکرو اخېستلو لپاره غوښتنې کوي، چې د شته آسانتیاوو په شتون، هره ورځ د دوه سوه کسانو کارونه پرمخ وړل کېږي او تذکرې ورته وېشل کېږي.

ورته مهال محمد امین او کفتان د لوګر دوه تنه اوسېدونکي، د یاد مرکز له کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل:«موږ ډېر خوښ یوو، چې کارونه په ښه او شفافه توګه ترسره کېږي.»

دوی له نورو ولسونو غواړي، چې د خپل هېواد او راتلونکي لپاره دې برېښنایي تذکرې واخلي.

د احصایې او معلوماتو ریاست د مسؤلینو په خبره، تېرکال په لوګر کې د خپلو خدماتو او پېژندپاڼو د وېشلو له لارې هم نږدې دولس میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته