خبرونهورزش

په لوګر کې د واليبال سیالۍ پيل شوې

کابل، د مرغومې ۳۰ مه، باختر

د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدارسیون په همغږي د محمدآغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښار کلي کې د ژمني جام تر  نامه لاندې سیالۍ پيل شوې.

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم زي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه سیالۍ د یاد ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په کچه د ١٦ ټیمونو ترمنځ پيل شوې دي.

نوموړي  د دغو سیالیو موخه د والیبال  لوبو ته پراختيا ورکول او د لوبغاړو ترمنځ د يوالي رامنځته کول وبلل.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ  د عظیم کلا او صرفي کلا لوبډلو تر منځ تر سره شوه، چې لوبه د عظیم کلا لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته