خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې د نږدې ۵۵ زره زده کوونکو لپاره د درسي توکي مرسته وشوه

کابل، مرغومې۴ مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست د راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال لپاره ۲۹۹ ښوونکو او ۵۴ زره ۷۲۰ زده کوونکو ته د اړتیا وړ درسي توکو بستې ترلاسه کړې دي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب باختر آژانس ته وویل چې دغه درسي توکي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له خوا چمتو شوي، چې په کې ۲۹۹ بستې د ښوونکو او ۲۷۳۶ کېټه د زده کوونکو درسي توکي شامل دي.

د نوموړي په وینا یاد درسي توکي به د راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال په لومړیو کې له لومړي تر شپږم ټولګي پر  ۲۹۹ ښوونکو او ۵۴۷۲۰ زده کوونکو ووېشل شي، چې د کتابونو بکسې، کتابچې، قلم، پنسل، او د اړتیا وړ نور توکي په کې شاملې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته