خبرونهورزش

په لوګر کې د فوټسال سیالۍ د شيران سنګ شکن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومي ٢٠ مه، باختر

د لوګر د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همکارۍ لودين خصوصي جمنازيم کې د ولایت په کچه ١٦ تيمونو ترمنځ د فوټسال پیل شوې سیالۍ د شيران سنګ شکن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه  ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر انجنیر مزمل نعیم زي باختر آژانس ته وویل دغه سیالۍ، چې يو نيمه مياشت وړاندې پیل شوې وې، پايلوبه یې د شيران سنګ شکن او د لوګر ځوانانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چى شيران سنګ شکن لوبډلې وکولاى شو٣-١ په توپير سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او بریا په خپل نوم کړي.

باید وویل شي، چې په پای کې د دغو لوبو ګټونکو لوبډلو ته ورزشي جامې کپونه، ستاينليکونه او مډالونه  ووېشل شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته