په لوګر کې د عینک په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پیل کړې
کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
په لوګر کې د عینک په نوم یوه نوې راډیو په داسې حال کې خپلې خپرونې په رسمي توګه پیل کړې، چې ترڅنګ یې ۶ نور دولتي او خصوصي راډیوګانې هم فعالیت کوي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل اسلامي امارت د رسنیو پوره ملاتړی او همکار دی او مجاهد له رسنیو غوښتنه وکړه، چې د شریعت په چوکاټ کې او دغه راز د اسلامي امارت له پالیسي سره سم خپل رسنیز کارونه په ډاډه ډول مخته یوسي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل چې د اسلامي امارت له راتګ سره د رسنیو وضعیت ښه شوی او همدارنګه تر اوسه په دې ولایت کې د رسنیو او ولایتي ادارې ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د رسنیو د ملاتړ په برخه کې به یې له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.
ورته مهال د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو د یاد راډیو پر پرانیسته خوښي وښوده او هغه یې په رسنیز ډګر کې د مهمې لاسته راوړنې په توګه یاد کړل.
دوی زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره لوګر کې رسنۍ کومې خاصې ستونزې سره نه دي مخ شوي او ورځې تربلې یې کارونه مخ په بره روان دي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په لوګر کې دوه دولتي او ۵ خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي او ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنۍ جریده او د لوړو زده کړو موسسې د عینک په نوم مجله هم چاپیږي.