په لوګر کې د شیدو راټولولو او پروسس مرکز پرانیستل شو

کابل, د چنګاښ ١٢مه, باختر
د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د واغجان په سيمه کې د شيدو راټولولو او پروسس مرکز پرانیستل شو.
د محمدآغې ولسوال مولوي محمد ایوب خادم د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې په یادې ولسوالۍ کې د اقتصاد رياست او د DCA موسسې په همکارۍ د څه باندې ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د شیدو را ټولولو او پروسس مرکز پرانیستل شو او په یوه ورځ کې د شاوخوا درې زره لېټره شیدو د پروسس وړتیا لري.
هغه یاد مرکز د مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغیزناک ګام یاد کړ.
ورته مهال د سيمې اوسېدونکو د ياد مرکز پر پرانیسته خوښي څرګنده کړې، او له مسوولینو او همکارو مٶسسو څخه يې دې او دې ته ورته نورو اساسي پروژو د پیل غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته