په لوګر کې د شاوخوا ۱۰۰۰ ځوانانو لپاره د سیرت النبي (ص) سیالي پرلاره واچول شوه

کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې د ولایت په کچه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه زده کوونکو، د دیني مدرسو طالب العلمانو، زده کړیالانو او ځوانانو په ګډون د سیرت النبي (ص) سیالي د محمدآغې ولسوالۍ مقام او له یتیمانو څخه د ملاتړ بنسټ سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالۍ اړوند صنعتي پارکونو کې پر لاره واچول شوه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم باختر آژانس ته وویل دغه سیالۍ، چې په دیني او عصري علومو کې د ځوانانو او زده کوونکو د مالوماتو زیاتوالې، مطالعې دود غښتلي کول او د ځوان نسل فکري رغښت یې اصلي موخې دي، په پوره شفافیت سره پرلاره واچول شوه، چې په کې د دې ولایت د مرکز په ګډون د ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی دی.
دغه ډول له یتیمانو څخه د ملاتړ بنسټ مرستیال محمد حارث ستانکزی وایي، چې دې ته ورته علمي سیالۍ کولای شي په دیني برخه کې د ځوان نسل مالوماتو ته پراختیا ورکړي، نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ورته نورو سیالیو په جوړولو کې به پوره همکار پاتې شي.
ورته مهال حنیف الله امیري، سید نذیر او امان الله حقمل د یادې سیالۍ درې تنه ګډونوالو د ځوانانو لپاره د علمي او فکري برنامو برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو څخه د مننې سربېره وایي، چې د لومړي ځل لپاره د ولایت په کچه د داسې یو ستر علمي سیالۍ شاهدان دي.
د یادونې وړه، چې د دغه سیالۍ ۱۰۰ تنه بریالي او مخکښو ګډونوالو لپاره د کمپیوټرونو ترڅنګ، بایسکلونه، نقدي جایزې، کتابونه او نور ډالۍ په نظر کې نیول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په شاوخوا تېرو دوو کلونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د لوګر په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د سیرت النبي(ص) فکري روزنې، فکري جګړې او نورو برخو کې زرګونو تنو ځوانانو، زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره ۱۱ نورې علمي سیالۍ هم پر لاره اچول شوې دي