په لوګر کې د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا اوبه تامین شوې
– پل علم / د غبرګولي / ۲۳/ باختر
په لوګر کې د اوبو لګولو د یوکانال په جوړېدو سره د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا اوبه تامین شوې .
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وایی چې دغه کانال د یو ميلیونو اته سوه زرو افغانیو په لګښت جوړ شوی دی .
دغه وزارت باختر اژانس ته د یوې خبر پاڼې په لېږلو سره ویلۍ دي چې دغه کانال کولای شي د خوشي په ولسوالۍ کې د بزګرانو څه ناڅه ٣٠٠جریبه ځمکه خړوبه کړي.
د اوبو دغه کانال د غره له لمنې د چشمې اوبه کروندو ته رسوي .
بزګران د دغه کانال له جوړېدو خوشحاله دي او وایی د اوبو شتون د دوی کرکیلې ته سمون ورکوي .
پای / سعیده