کابل/دلیندۍ۵مه/باختر
د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ښوونکو د روزنې حمايوي څانګې لپاره د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ رغول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې یاده ودانۍ د دولت له بودجې څخه رغول کېږي چې چارې به یې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاده څانګه ۸ کاله مخکې فعاله شوې،خو د ودانۍ د نه لرلو له امله د غازي خلیل د هلکانو په ښوونځي کې فعالیت کوي.
لونګ زیاتوي چې په دغې څانګه کې ۷۰ ښوونکي پر نیمه لوړو زده کړو بوخت دي، چې د یادې ولسوالۍ د بېلا بېلو ښوونځيو برحاله ښوونکي دي.
په ازرې ولسوالۍ کې دا مهال د ۶ ښوونځیو ودانۍ تر کار لاندې دي، چې د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده،چې په لوګر کې دا مهال د ۶۶۶ میلیونو افغانیو په لګښت پر ۱۴۸ لویو او وړو ښوونیزو پروژو کار روان دی.
پای/وصال