ټولنه

په لوګر کې دوه تنه په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شول .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
په لوګر ولايت کې نن ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول.
دلوګر دوالي وياند دين محمد درويش دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه ددغه ولايت دمحمد اغې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديوکرولا او هينو ډوله مسافر وړونکي موټر دټکر له امله رامنځته شوه
ويل کيږي چې ددغې پيښې لامل دکرولا موټر  دچلوونکي بي احتياطي اوګړندۍ چلونه وه چې  چلوونکى  او يوه سپرلۍ يې وژل شوي دي .
داپيښه په داسې حال کې وشوه چې پرون هم دپل علم ښار په مربوطاتو کې په يوه ترافيکي پيښه کې دپکتيا ولايت دکليو دبيا جوړولو او پرمختيا  درييس په شمول دوه تنه وژل شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته