کابل باختر دثور دويمه
دلوګر ولايت قومې مشرانو او دمدنې ټولنې غړو په افغانستان کې دوروستيو تروريستې بريدونو دغندلو په ترڅ کې ددغو بريدونو په کنترولولو او ښنډولو کې دافغان ځواکونو کړه وړه او غبرګون وستايل .
په هغې غونډه کې چې دقومې مشرانو اودمدنې ټولنې دغړو په ګډون په پل علم ښار کې جوړه شوې وه دوي په خپلو خبرو کې دوسله والو طالبانو تروريستې بريدونه په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل او په خپل وخت ددغو بريدونو په وړاندې دافغان ځواکونو غبرګون يي دخلکو ددفاع په خاطر سرښندنه وبلله او ويي ستايل .
په دې غونډه کې دلوګر والي طاهر خان صبري له دې امله چې افغان ځواکونه کولاي شي له ستونزو سره په ښه توګه مقابله وکړې خوښي څرګنده کړه او دلوګر له مشرانو او دمدنې ټولنې له غړو څخه يي وغوښتل چې په هوښياري سره د پرديو دسيسو مخه ونيسي او دخپلو سيمو دامنيت په تامينولو کې له دولت سره همکاري وکړې .
ديو لړ هغو تروريستې عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو له خوا د ننګرهار ، کابل ، لوګر او دپکتيا دولايتونو پريو شمير پوځي اوملکي تاسيساتو ترسره شول نږي سلو تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته .