کابل باختر دوري اوولسمه
هغه سړى چې ويل کېږي په لوګر ولايت کې دوسله والوطالبانو لپاره جنګي وسايل او مالي امکانات برابرول نن دافغان او ناټو ځواکونو له خوا ونيول شو .
دغه سړي چې هويت يې نه دي په ډاګه شوي نن سهار د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دافغان او ناټو ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې نيول شوي دي .
ناټو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه سړي وسله والو طالبانو ته دجنګي وسايلو اومالي امکاناتو په برابرولو سربيره په پاکستان کې دچارواکو او وسله والو طالبانو ترمنځ ارتباطي شخص هم دي .
په دې خبرپاڼه کې دعملياتو په بهير کې دافغان ، ناټو اوملګي وګړو دسرداحتمالي زيانونو په باپ څه نه دى ويل شوي