په لوګر کې اورلګيدني زيات مالي تاوانونه واړول
کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٠ :
په لوګر ولايت کې تيره شپه د اورلګيدنې له امله دلرګيو دپلورنې اودترکاڼۍ يوولس دوکانونه زيانمن شوي دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد درويش د باخترآژانس خبريال ته وويل : اور د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښارکې د لرګيو د پلورنې او د ترکاڼۍ په ساحه کې ولګيد چې د سهار تر پنځه نيمو بجوپورې يې دوام درلود.
يوه اړونده خبرځاى وويل ، د دغې اور لګيدنې علت معلوم نه دى خو د پيښې د څيړنې په مقصد يو هيئت گومارل شوى دى.
درويش زياته کړه چې تراوسه پورې د دغې اورلګيدنې له امله د اوښتي زيان کچه معلومه نه ده .
يو دوکاندار عبدالصبور وايي چې زمادوکان په بشپړه توګه سوځيدلي دي او ماته د څه د پاسه پنځه سوه زرو افغانيو تاوان اوښتي دي .
ده زياته کړه چې امنيتي ارګانونو د دغي پيښې په پيل کې په کار لاس پورې نه کړ چې اورکنترول کړي خو امنيتي مقاماتو تراوسه پورې د خپلو کړنو په اړوند څه نه دي ويلي او څيړنې دوام لري .