په لوګر ولايت کې ٩٤ تنه معلولين له فني او حرفوي کورسونو څخه فارغ شول .
کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
په لوګر ولايت کې پرون ٩٤ تنه معلولين له فني او حرفوي کورسونو څخه فارغ شول .
دلوګر ولايت دشهيدانو معلولينو کار او دټولنيزو چارو رييس محمد طاهر باختر اژانس ته وويل: دغه پروګرام چې دحرفوي مهارتونو دپرمختيا رياست له خوا او په افغانستان کې دسويدن کميټې په مرسته جوړ شوي و، ٩٤ تنو معلولينو په نهه مياشتو کې دموټر جوړولو، جامو ګنډلو ، ترکاڼي ، مړي اوبدلو، ولدنک کاري ، فلز کاري ، سلماني، بايسکل جوړولو، حلبي جوړولو او موبايل جوړولو په برخو کې زده کړه کړې ده .
خبرځاى زياته کړه : په دغو کورسونوکې ددغه ولايت دمرکز او د چرخ او بره کي برک ولسوالۍ شاملې دي .