امنیت

په لوګر ولايت کې ٥٣ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر  د زمري  نهه ويشتمه :
شل تنه وسله وال طالبان تيره شپه په لوګر ولايت کې  له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې  ووژل شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى دين محمد درويش د باختراژانس خبريال ته وويل ،يرغلګرو طالبانو له دريو استقامتونو څخه په څرخ ولسوالۍ بريدونه وکړل چې زيات شمير يې بهرني اتباع وو چې  له امله يې شل تنه وسله وال طالبان وووژل شول او درې  ديرش تنه نور يې ټپيان شول .
  ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، طالبانو له سپکو او درندو جنګي وسايلو څخه په استفادې سره دامنيې قوماندانۍ په پوځي تاسيساتو دبريد نيت درلود چې د څرخ ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې ونيسي .
خبرځاى زياته کړه، دامنيتي ريزرفي  ځواکونو په رسيدو دطالبانو بريدونه شنډکړي شول  او مړي يې له جنګي وسايلو سره دجګړې په ډګر کې پاتې شوې دي .
دغه راز په دې پيښه کې دملي اردو يو منسوب شهيد او شپږ تنه پوليسان ټپيان شول چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.
داپه داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ دازرې په سرحدي ولسوالۍ چې دډيورند  کرښې  ته په کاونډکې پرته   ده هم يرغلګرو طالبانو  چې  زياتره يې بهرني اتباع  وو  بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو  او دسيمې دخلکو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
ويل کيږي  چې لوګر ولايت  کابل ته يو  نږدى  ولايت دى او دطالبانو اکمالاتي  او پوځي تدارکاتي  کرښې هم له دغه ولايت څخه تيريږي چې په دې وروستيو وختو کې طالبانو ته يو مهم جنګي مرکز دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته