اقتصاد

په لوګر ولايت کې د سلام مخابراتي او انټرنټي شبکې په فعاليت پيل وکړ

کابل باختر د کب لسمه :
د سلام انټرنټي او مخابراتي شبکه نن په لوګرولايت کې پرانستل شوه .
د پل علم له ښار څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په لوګر ولايت کې د سلام انټرنټي او مخابراتي شبکه د دغه ولايت د والي او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د معين له خواپرانستل شوه.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت معين ايمل مرجان باخترآژانس ته وويل: د افغان تيلي کام په چوکاټ کې د دغې شبکې د جوړولوهدف خلکو ته دخدمت په لاره کې له نورو خصوصي کمپنيو سره سالمه سيالۍ ده او په ټيلفوني خبرو او د پيغامونوپه ليږلو اوترلاسه کولو سربېره له ټولو مخابراتي شبکو سره ټيلفوني او ويډيويي اړيکې وبللې.
ده زياته کړه: په دې پروژه کې د مخابراتي ستنو درول، مونتاژ او فعالول شامل دي چې دوه ستنې په پل علم ښارکې درولې شوې دي او اوس د پل علم ښار اوسيدونکي کولاى شي د سلام له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه واخلي .
ويل کيږي په دې پروژه کې پنځه شپيته مليونه امريکايي ډالره لګيدلي دي او په فعاليدو سره يې د افغان تيلي کام مشتريانو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته