امنیت

په لوګرکې له دوه سوه کورنيو سره مرسته وشوه

پل علم/ باختر دزمري دمياشتې ٢٤ مه :
په لوګر ولايت کې د وروستيو سيلاوونو د راوتلو له امله پرون له ٢٠٠ زيانمنو شويو کورنيوسره مرسته وشوه .
د لوګر ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس عاشق الله اخلاصيار باختر       آژانس ته وويل چې د ازرې، څرخ او د محمدآغې په ولسواليوکې له دوه سوه بېوزلوکورنيو سره چې د وروستيوسيلاوونو د راوتلو له امله يې خپل  کورونه، زراعتي ځمکې او څاروي يې له لاسه ورکړي وو، د کليو د بيا جوړولو  او پراختيا  وزارت له خوا ورسره مرسته وشوه .
اخلاصيار زياته کړه: په دغو مرستوکې اته سوه شړۍ، دوه سوه ترپالونه او شل خيمې شته چې په دغوکورنيو وويشلې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته