پل علم/ باختر دزمري ١١:
په لوګر ولايت کې د دولتي بنسټونو او خبريالانو ترمنځ د زياتو اړيکو د ټينګښت په موخه پرون غونډه جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه غونډه چې د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په مشرۍ ترسره شوه، د رسنيو مسوولينو او د دولتي ادارو ويندويانو ګډون کړى و .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو آمر امين الله صفا د خبريالانو ترمنځ د زياتې همغږۍ د ټينګښت د موضوع، له خبريالانو سره د دولتي مسوولينو د بشپړې همکارۍ او د خبريالانو د اساسي ستونزو په باب خبرې وکړې .
په دې غونډه کې د زينت راډيو مسوول نور الله ستانکزي وويل چې څو ځلې يې خپلې ستونزې د خبريالانو د مصوونيت د کميسيون په غونډه کې طرحه کړې دي خو په دې باب کوم اجراات نه دي شوي .
ستانکزي زياته کړه چې څو شپې مخکې د لوګر په مرکزکې کله چې خپل کورته روان و، د امنيتي ځواکونو له خوا تر ګواښ لاندې راغلى دى.
د خبريالانو د مصوونيت د کمېټې غونډه په هره پنحلسو ورځوکې يو ځلې د لوګر ولايت په مقام کې د والي د مرستيال په سرپرستۍ جوړيږي.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دغه موضوعات دې د خبريالانو د مصوونيت د کمېټې د غونډې په اجندا کې په پام کې ونيول شي چې د حل په باب يې عملي اقدامات وشي .
0 1 دقیقه لوستل