پل علم باختر دچنګاښ دمياشتې ١٧ :
په لوګر ولايت کې پرون د کرنيزو محصولاتو د شپيتو زيرمو د جوړولو کار پيل شو.
د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل: د کرنې او اوبو لګولو وزارت د ( EAVS) موسسې په همکارۍ د پيازو او پټاټو د ساتنې لپاره په لوګر ولايت کې شپيته زيرمې جوړيږي.
ده وويل چې له دې جملې څخه د ٢٥ زيرمو د جوړولو کار د محمدآغې په ولسوالۍ کې د دريو مياشتو په دننه کې بشپړيږي.
د دغو زيرمو دجوړولو دکار دپيل په مراسموکې چې دبيلابيلو ادارو مسوولينو
برخه لرله، د لوګر ولايت دکرنې او اوبولګولو رئيس محمددين مومند وويل چې هره زيرمه دڅه ناڅه٢٠٠ زرو افغانيو په لګښت جوړيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ