په لوګرکې د ښوونې او روزنې په لاره کې يو بل مهم ګام واخيستل شو
کابل باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه
د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالۍ خلکو په نوي تعليمي کال کې خپل بچيان چې قانوني عمر يې بشپړ کړى وي، ښوونځي ته استوي .
د لوګر د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د خوښۍ ولسوالۍ خلکو د پوهنې د کاروان په پياوړتيا کې خپل رول نورهم زيات کړ .
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپورعرب باختر آژانس ته وويل: د دغې ادارې د هلوځلو او د هېواد د پوهنې وزارت په پاملرنه د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالۍ څه د پاسه ۲۰۰ تنو ديني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو په يوه غونډه کې د یوه ژمن لیک په لاسلیک کولو سره د پوهنې د ودې او پياوړتيا په لاره کې ژمن شول.
عرب زياته کړه: د دغې ژمن ليک له په پام کې نيولو سره د خوښۍ ولسوالۍ ټول اوسيدونکي مکلف دي چې په نوي تعليمي کال کې خپل ټول بچيان چې په شرايطو برابري وي، په ښوونحي کې شامل کړي چې شمېر اتلسو زرو تنو ته رسيږي چې اووه زره تنه يې نجونې دي.
د لوګر د پوهنې رياست ویاند وويل چې اوس په خوښۍ ولسوالۍ کې ۲۱ ښوونحي فعال دي چې په هغوکې د ٣٠٠٠ تنو نجونوپه ګډون ٧٠٠٠ تنه زده کوونکي په زده کړې بوخت دي.
دا په دساې حال کې ده چې په خوښۍ ولسوالۍ ټول ښوونځي له کومي ستونزې پرته د زده کوونکو پرمخ پرانستي دي.
پاى ج ذ