په لوګرکې د چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول
کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
دوه تنه ملکي وګړي نن په لوګر ولايت کې د چاودنې له امله ټپيان شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالولي توپان دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه په پل علم ښارکې د بي بي آمنې ليسې تر شا واټ کې په يو ګلدان کې د ايښودل شويو چاويدونکو توکو د چاودنې زيږنده وه چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د نايب امين الله خان لوګري د روغتون رييس عاشق الله مجيدي د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بللى دى.