ټولنه

په لوګرکې د څلورو ښوونځیو شوراګانو ته روزنه ورکول کېږي

پل علم باختر د لړم ۱۳ مه
د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د څلورو ښوونځیو په شوراګانو کې شاملو ۴۴ دیني عالمانو او قومي مشرانو ته د پوهنې وزارت د ټولنیز خوځښت له لوري روزنه ورکول کېږي .
د دغه ولایت د والي ویاند شاهپور احمدزي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په دې ورکشاپ کې ۴۴ دیني عالمانو او قومي مشرانو برخه اخیستې ده چې د دوبندي، شیرعلم، آخندخیل او ګنډاب د ښوونځیو د شوراګانو فعال غړي دي.
هغه زیاته کړه چې دغو شوراګانو ته به د پوهنې بهیر په ملاتړ د یو شمېر مهمو پوهنیزو مسایلو په تړاو روزنه ورکړل شي چې د دوی په روزلو سره به په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې وضعیت لا ښه شي.
له دې مخکې هم د یادې ولسوالۍ د ۱۶ ښوونځیو په شوراګانوکې شامل ۱۷۶ دیني عالمانو او قومي مشرانو ته ورته روزنه ورکړل شوې ده.
د ښوونځیو شوراګانې د پوهنې قانون د اته څلوېښتمې مادې پر بنسټ جوړې شوي، چې هره شورا یې ۱۵ غړي لري.
په خوښۍ ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۱ بیلا بیل ښوونځي فعال دي چې ۱۲ لومړني، ۵ منځني او ۴ یې لېسې دي.
په دغو ښوونځیوکې ټولټال شپږ زره ۸۷۲ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې شاوخوا دوه زره ۳۸۱ تنه یې نجونې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته