پل علم باختر د غبرګولي د مياشتې ۳۰ مه
په لوګر ولايت کې د نبوي سيرت په سياليو کې له پنځو سوو ګډون کوونکو تنو څخه ازموينه واخيستل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې دغه سيالۍ د خلکو د اسلامي حرکت ګوند له خوا په لاره اچول شوې وې چې موخه يې له محمدي اخلاقو څخه د خلکو خبرول وو او شاوخوا پنځه سوه تنو نارينه او ښځينه و په کې ګډون کړی وو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د لوګر والي محمد حلیم فدايي د خلکو د اسلامي حرکت له ګوند څخه د مننې ترڅنګ وویل چې اخلاق د انسان باطني پولیس دي چې د انسان د شر له قوې څخه نظارت کوي.
والي دغه راز ژمنه وکړه چې د دغو سياليو اول نمره ته به په یو له بهرنيو هېوادونو کې د د زده کړو زمينه برابره کړي چې لګښتونه بې يې ټول دی په شخصي ډول ورکوي.
د خلکو د اسلامي حرکت د دفتر ریس تورن جنرال عبدالجلیل یوسفزي ددغو سیالیو اصلي هدف د ځوانانو د ظرفیتونو لوړول او ځوانې برخې ته چوپړ کول یاد کړل او زياته يې کړه چې په راتلونکې کې به ټول هېواد ددغو سیالیو تر پوښښ لاندې راولي.
1 1 دقیقه لوستل