په لوګرکې د ماین د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول

پل علم باخترد وږي ۱۹
په لوګر ولایت کې د ماین د چاودنې له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د هغه ماین د چاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې د لوګر ولایت په مرکز پل علم پورې اړونده متاني سیمه کې په یوه واټ کې ښخ کړي .
احمدزي زیاته کړه چې وژل شوي کسان تل په واټونو کې د ماینونو په ښخولو سره افغان امنیتي ځواکونه او خلکو ته زيانونه رسول.
ختم / ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته