پل علم / باختر/ دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
د لوګر ولايت د ملي امنيت رياست منسوبینو څلور تنه د شفيق الله لودين روغتون له ډاکترانو او ناروغانو څخه د مبايلونو او پيسو د غلا کولو په تور ونيول.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي باختر آژانس ته وويل چې ددغه ولايت د ملي امنيت د رياست منسوبينو دغه کسان د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول.
ده زياته کړه چې نيول شوي کسان په لوګر ولايت کې په نورو وسله والو جرمونو کې لاس درلود او له هغوى څخه وسله او يو موټر هم ترلاسه شوی دی.
ويل کيږي چې دغه کسان دوه شپې مخکې په محمداغې ولسوالۍ کې د شفيق الله لودين روغتون ته ننوتلي وو او د ډاکترانو له وهلو، ډبولو او سپکاوي وروسته د ډاکترانو او ناروغانو نغدې پيسې او موبايلونه له ځانه سره وړي وو.
پاى ع ذ