امنیت

په لوګرکې د طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دلوګر ولايت په اذرې ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د ډله ييزو بريدونو له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د لوګر ولايت امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحق زي د باختر آژانس خبريال ته وويل: نږدې ٧٥٠ تنو وسله والوطالبانو ددغه ولايت د اذرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل.
يوه اړونده خبرځاى وويل: وسله والوطالبانو د تيرې شپې له نيمايي څخه خپل بريدونه پيل کړل او له افغان امنيتي ځواکونو سره د دوى نښتې د نن سهار تر اووبجو پورې دوام درلود.
ښاغلي اسحق زي زياته کړه چې طالبان د افغان امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په دې نښته کې د پوليسو يو سرتيرى هم ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته