ښوونه او روزنه

په لوګرکې د دوو ښوونځيو ودانۍ پرانستل شوې

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
په  لوګر ولايت کې نن  د دوو ښوونځيو ودانۍ د استفادې وړ وګرځيدې.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب د باخترآ ژانس خبريال ته وويل:  يوه ودانۍ د هوني سيدانو په کلي کې او بله يې د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د مهاجرينوپه ښارګوټي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: هره ودانۍ لس درسي او څلور اداري خونې، د اوبو رسولو او د بريښنا سيستم او نور ضروري ملحقات لري چې د پوهنې دکيفيت  د لوړلوو د پروګرام له خوا  د  ١٩٨ زرو امريکايي ډالرو په ټول لګښت په يو کال کې  جوړې شوې دي.
ده زياته کړه چې د دغو ودانيو د جوړولو د کار په بشپړيدو او پرانستل کيدو سره   د مناسب درسي ځاى د نشتوالي له پلوه د نجونو او هلکانوپه ګډون د دوه زره تنو  زده کوونکو ستونزې لرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده  چې   دلوګرولايت په کچه  د  ٢٦٠ ښوونځيو له  جملې څخه  ٨٣ يې تراوسه پورې ودانۍ نلري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته