ټولنه

په لوګرکې د خبريالانو د مصوونيت کمېټې غونډه جوړه شوه

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٠ مه
د خبريالانو د مصوونيت کمېټې غونډه پرون په لوګر  کې جوړه شوه .
  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په لوګر کې جوړه شوې وه؛ د لوګر والي محمد انور اسحاقزي، د لوګر د ژورناليستانو د آزادې ټولنې رييس نورالله ستانکزي، د خبريالانو د مصوونيت کمېټې مسوول خان ولي احمدزي، د اطلاعاتو او خبريالانو  آمر امين الله صفا ګډون کړى و.
د لوګر د خبريالانو د آزادې ټولنې رييس نورالله ستانکزي د مصوونيت په برخه کې د ژورناليستانو ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په لاره کې د خنډونو په باب خبرې وکړې او له مسوولانو څخه يې وغوښتل چې په دې باب جدي پاملرنه وکړي.
د لوګر د خبريالانو د مصوونيت کمېټې مسوول خان ولي احمدزي د لاس ته راوړنو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبري پېښو د پوښښ په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې خبريالان دخبري پېښو د پوښښ او د اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړوند له زياتو ستونزو سره مخ دي.
هغه وړانديز وکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او همغږۍ په خاطر، د اطلاع رسولو واحد مرکز جوړ شي چې د دقت او سرعت په پام کې نيولو سره ډېر ژر خبري موضوعات تر پوښښ لاندې راشي.
د لوګر  والي محمد انور اسحاقزي په خبروکې د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه چې د خبريالانو ستونزې ته رسيدګي کوي.
دغه راز ژمنه يې وکړه چې د خبريالانو مصوونيت ته جدي پاملرنه کوي .
  ختم –  شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته