پل علم/ باختر د زمري پنځه ويشتمه :
په لوګر ولايت کې پرون د خبرو او مناظرې په اړوند روزنيز ورکشاپ جوړ شو .
د لوګر ولايت د ځوانانو د چارو لوى مدير انجنير محمد کاظم ابراهيم زاده باختر آژانس ته وويل چې دغه روزنيز ورکشاپ د خبرو او مناطرې په اړوند د ځوانانو لپاره د دغه مديريت له خوا د (کانترپارت) موسسې په همکارۍ د يوې ورځې لپاره جوړ شو چې په هغه کې پنځوسو تنو نجونو او هلکانو ته د خبرو او مناظرې په باب هر اړخيز معلومات ورکړى شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ