ټولنه

په لوګرکې د بريښنا د زيرمې کولو د ودانۍ کار پيل شو

پل علم باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٧ :
په  لوګر ولايت کې د يوه جکشن د جوړولو او د بريښنا د ليږدوني د ستنو د درولو کار پرون پيل شو .
د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل چې دغه جکشن د ٢٠ کيلو واټو بريښناپه ظرفيت د لوګر  ولايت د مرکز پل علم ښار د مامورينو په   ښارګوټي کې جوړيږي.
صالح زياته کړه چې دغه جکشن د ٤٦٠٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې  جوړيږي چې ضروري ملحقات هم پکې په پام کې نيول شوي دي.
ده زياته کړه چې د دغه جکشن په فعاليدو سره ١٣ زرو کورنيو ته بريښنا برابريږي چې ١٤٠ ترانسفارمرونه به ولري او د جوړولو کار يې په دوو کلونو کې بشپړپږي.
دغه راز د ٣ر٤  کيلومترو په اوږدوالي  دبريښنا د ستنو د درولو کار د پل علم ښار د مامورينو په ښارګوټي کې پيل شو.
سليم صالح وويل چې په دوو پروژو ٥ر٤ ميليونه امريکايي ډالره لګيږي چې د اسيا د پرمختيايي بانک له بودجې څخه ورکول کيږي .
دلوګر ولايت مرستيال قمرالدين شکيب د دغو دوو پروژو پيل دبريښنا دنشتوالي له پلوه  دکورنيو دستونزو دحل کولو په لاره کې يو ګټو ګام وباله.
دلوګر د والي مرستيال له خلکو څخه وغوښتل چې دسولې او امنيت په ساتنه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي چې په دغه ولايت کې د پروژو د جوړولو کار په ښه توګه پرمخ  لاړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته