امنیت

په لوګرکې د امنيتي بنسټونو کارونه وستايل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٠مه
په لوګر کې نن د امنيتي بنسټونو کړه وړه وستايل شول.
د باختر آژانس دسيمه ييز خبريال د خبر له مخې: د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال محمد شعيب پيلوټ، د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي چارو معينيت درستيزوال پاسوال عبدالفتاح فروغ، د ملي امنيت د لوى رياست د ولايتي چارو سلاکار بريد جنرال محمد ياسيين او د لوګر يوشمېر مسوولينو حاضر وو؛ په دغه ولايت کې د امنيتي منسوبينو د وروستۍ لاسته راوړنې چې د دقيق پلان جوړولو او د امنيتي مسوولينو په هر اړخيزو همکاريو سره په دغه ولايت کې د امنيت د تامين په خاطر جوړه شوې وه، ښه وبللې  او زياته يې کړه چې دوى وکولاى شول په بشپړې همغږۍ سره وياړونه وګټي.
د غونډې په پاى کې د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي او د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي، په دغه ولايت کې پر امنيتي مسوولينو ستاينليکونه ووېشل.
پاى ع ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته