په لوګرکې دیوه ښوونځي ودانۍ جوړیږي .
پل علم باخترد وږي ۲۹
په لوګرولایت کې دیوه ښوونځي ودانۍ د جوړولو کار په دې وروستیووختوکې پیل شو .د لوګرولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپورعرب باختراژانس ته وویل چې د لوګرولایت د ازرې ولسوالۍ د چمن اباد د منځني ښوونځي ودانۍ د هندوستان په مرسته د یوملیونو درې سوه زروافغانیوپه لګښت په یوه پوړکې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي .
ده وویل چې په دې ودانۍ کې اته درسې خونې ، دوه ادارې دفترونه ، پنځه تشنابونه او نورضروري ملحقات په پام کې نیول شوي دي او د جوړولوکاربه یي په لسو میاشتوکې بشپړیږي او د نجونواو هلکانوپه ګډون پنځه سوه تنوزده کوونکوته مناسبه درسي فضا برابریږي .
د لوګرولایت د ازرې په ولسوالۍ کې یودیرش تعلیمي مرکزونه فعالیت کوي چې دولس یي ودانۍ نه لري