امنیت

په لوګرکې دطالبانو دډلې د جنګي وسايلو ددوو ډيپوګانو کشف

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٤ :
دوسله والو طالبانو دډلې  دجنګي وسايلو  دوه ډيپو ګانې  تيره شپه  په لوګرولايت کې دافغان ځواکونو او دايتلاف دپوځيانو  دګډو عملياتو په بهيرکې  دامنيتي ځواکونولاسته ورغلې.
دملي اردو  دکوماندو دلومړۍ لوا دمطبوعاتو آمر  جګړن احمدجاويد سليم دباختر
آژانس خبريال ته وويل :  دغه عمليات چې دملي اردو دکوماندو دلومړۍ  لوا  ځواکونو  او د ايتلاف پوځيانو پکې برخه لرله؛ دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ د رستم خيلو ، يوسف خيلو او د شاه مزار په کليو کې ترسره شول او نږدې پنځه ساعته يې دوام وکړ  چې دوه تنه وسله وال  طالبان ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل :  په دغو عملياتو کې  په دوو کانټينرونو کې ځاى پرځاى شوي جنګي وسايل له دوو موټرسايکلونو سره دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ويل کيږي په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او په عملياتو کې شاملو ځواکونو ته
زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته