په لوګرکې دحقاني دشبکې دتروريستي بريدونو يوقوماندان ونيول شو .

 

کابل- باختر د وږي ٣١

 هغه سړى چې ويل کيږي په لوګر ولايت کې يې دحقاني دشبکې تروريستي بريدونه رهبري کول،  نن ونيول شو .

  دغه سړى  چې هويت يې نه دې په ډاګه  شوى، دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار په مربوطاتوکې دناټو دپوځيانو او دافغان ځواکونو په عملياتوکې نيول شوى دى .

 ناټو باختر اژانس ته ديوې خپرپاڼې  په ليږلو  سره  ويلى دى چي دغه سړى په لوګرکې ددغې ډلې دځانمرګو بريدونو په ګډون دحقاني شبکې دتروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .

 ويل کيږي چې دى په داسې حال کې چې په افغان  ځواکونو او دناټو په پوځيانو او په ملکي وګړو دنويو بريدونو په طرحه کولو بوخت و، له څو تنو همکارانو سره يې ونيول شول.  ناټو وايي چې دغه سړى تراوسه پورې په لوګر کې دلسګونو تروريستي بريدونو رهبري کړى ده .

 ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې،  دحقاني دشبکې څو تنه نور ياغيان هم له دغه قوماندان سره نيولي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته