امنیت

په لوګرکې جنګي وسايل ترلاسه شول

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
امنيتي منسوبينو په لوګر ولايت کې جنګي وسايل ترلاسه کړل .
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت امنيتي منسوبينو يوه تونس موټر چې پکې ٢٥ تومانچې، څلور ميله پيکاوې او د پيکا ماشينګڼو پنځه زره ګولۍ ځاى پرځاى شوې وې، ضبط کړ .
ده زياته کړه چې دغه جنګي وسايل له لوګر څخه کابل ته ليږدول کيدل او د قضيې په اړوند د موټر  چلوونکى نيول شوى دى .
   ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته