په لوړو زده کړو وزارت کې د اساسي قانون د تصویب په ویاړ غونډه جوړه شوه

کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه
په افغانستان کې د اساسي قانون د تصویب د نهمې کلیزې په درناوى نن د لوړو زده کړو په وزارت کې د لمانځنې غونډه جوړه شوه.
    په غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، مرستیالانو، رییسانو، د اساسي قانون پلي کولو څخه د څارنې خپلواک کمیسیون رییس، د ولسي او مشرانو جرګو غړو، د مرکزي پوهنتونونو رییسانو، استادانو او د لوړو زده کړو وزارت ګڼ شمیر کارکوونکو ګډون کړی ؤ.
په غونډه کې لومړی د لوړوز ده کړو وزیر پوهاند ډاکتر عبیدالله عبید خبرې وکړې او وویل: که څه هم د افغانستان ملت له ډیرو کلونو راهیسې له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګریوان دی خو سره له دې هم دوی وکولای شول، په ۱۳۸۲ کال کې د افغانستان لپاره یو بشپړ او روښانه قانون جوړ کړ. هغه زیاته کړه افغانان باید پدې و ویاړي چې په لومړي ځل د یو داسې اساسي قانون درلودونکي دي چې په هغه کې د ډیموکراسۍ اصل یعنې د خلکو حکومت د خلکو لپاره انعکاس موندلی دی.
پوهاند عبید وویل: هغه څه چې د ټولو افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د روښانفکره طبقې لپاره اړین دي قانون او د هغه پلي کولو ته احترام درلودل دي، چې پرته له هغې د پرمختګ او نېک بختۍ پوړیو ته رسیدل ناشونې دي.
د لوړو زده کړو وزیر وویل: د لوړو زده کړو وزارت د اساسي قانون او په هېواد کې د نورو نافذ شوو قوانینو څخه د خبریدا پروګرامونه په تحصیلي بنسټونو کې په لار واچوي او د یادو قوانینو د پلي کولو لپاره به زمېنې برابرې کړي.
په غونډه کې د اساسي قانون د پلي کولو څخه د څارنې د خپلواک کمیسیون رییس ګل رحمان قاضي  هم خبرې وکړې او اساسي قانون یې د افغانستان د خلکو لپاره اړین وباله.
هغه وویل: د افغانستان اساسي قانون د دې ټولنې له افکارو، مذهب او کلتور څخه جوړ شوی قانون دی چې اساس یې په اسلامي فلسفه او وصولو ایښودل شوی. همدارنګه د اساسي قانون د حاکمیت په اړه یې لازم توضیحات ورکړل او له استادانو او علمي شخصیتونو یې وغوښتل چې د قانون له پلي کولو څخه باید حمایت وکړي، د دې تر څنګ یې له مشرانو او ولسي جرګې غړو وغوښتل، چې د لوړو زده کړو قانون ته جدي پاملرنه وکړي او پاس یې کړي څو د لوړو زده کړو په نظام کی شته ستونزی لمنځه لارشي.
ورپسې په مشرانو جرګه کې د پوهنې، لوړو زده کړو، دیني او فرهنګي چارو د کمیسیون رییس مولوي حمدالله منیب خبرې وکړې او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د انسانانو لپاره د قانون پر اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې او د افغانستان اساسي قانون یې یو اسلامي او د افغانانو له کلتور سره سم قانون وباله.
غونډه د دعایې ‍په ویلو سره پای ته ورسیده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته