په لومړي ځل هېواد کې پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو بهیر پیل شو
کابل، د لېندۍ لومړۍ، باختر
مالیې وزارت د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو پروسه پیل کړه.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: “لکه څرنګه چې له کلونو راهیسې افغانستان د مسلکي محاسبینو له کموالي سره مخ وو چې دغه کموالي د شرکتونو مالي چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې وې؛ نو د همدې ستونزې د حل او د مسلکي محاسبې د پیاوړتیا په موخه، د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې (سيپياې) د لومړي ځل لپاره پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته له ټاکل شويو معیارونو سره سم، د ثبت او جواز ورکولو پروسه پیل کړه.”
ویل شوي چې پلټونکو ادارو ته د معیاري جواز په ورکولو سره به، د دغو ادارو چارې مسلکي شي، د ملي عوایدو له تېښتې څخه به مخنیوی وشي، د امارتي او خصوصي شرکتونو په عوایدو کې زیاتوالی راشي، په مالي او مالیاتي پروسو کې بشپړه روڼتیا رامنځته او شرکتونه به د سیسټم جوړونې په برخه کې لا ډېر پیاوړي شي.