کابل، د زمري ۱۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي او د ځايي مسوولینو په شتون کې د اریانا هوایي شرکت په لومړي ځل د هرات له خواجه عبدالله انصاري هوایي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته الوتنه ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د یادې الوتنې د پیل په مراسمو کې وویل، چې د اسلامي امارت مسوولین هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او هڅې روانې دي، چې هوايي دهلېز فعال شي، څو کورني صنعتي او کرنیز توکي بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې الوتکه کې ۱۲۷ تنه عمره کوونکي بیتا لله شریف ته په سفر روان شول.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال په هرات کې ۱۲ سیاحتي شرکتونه فعال دي، چې د لوېدیځ زون اوسېدونکو ته د حج او عمرې او اړوند نورو برخو کې اسانتیاوې برابروي.