په لومړي ځل، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو بودجه منظور شوه

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري، په لومړي ځل د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو بودجه منظور شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي شفقت او مهربانۍ؛ په لومړي ځل د اسلامي امارت له داخلي بودجې څخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو په موخه څه باندې شپږ میلیارده افغانۍ منظورې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو د معين ملا بخت الرحمن شرافت په شتون، د یادو روغتونونو د جوړېدو په موخه د یوې شفافې پروسې له لارې تدارکاتي چارې پیل شوې چې له مخې يې په لوګر، غزني او فراه کې د پنځه روغتونونو د ساختماني چارو د پیل تدارکاتي پروسه ‏ترسره شوه چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته