په لغمان کې ۵۰۰ تنو بېرته راستنو شویو کډوالوته د کار زمینه برابریږي
کابل باختر د وري د مياشتې ٦ مه
په لغمان ولایت کې ۵۰۰ هغو کسانو ته چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ هېواد ته راستانه شوي، په کور دننه ورته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي صنایعو د برنامې له خوا د کار زمينه برابريږي.
د لغمان ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس انجينر امان الله مياخيل د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه برنامه د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د دغه ولایت په مرکز او قرغيو ولسوالۍ کې فعالیت کوي.
هغه زياتوي د دې پروګرام موخه د بېرته راستنو شويو ګډوالو د غربت د کچې ټيټول، اقتصادي پيا وړتيا او په دومداره توګه په حرفوي دندوګومارنه او کار پيداکول دي.
مياخيل وايي د يادې برنامې له لارې هغو (۵۰۰) تنو نارینه او ښځینه ګډوالو ته چې د کډوالۍ قانوني اسناد ولري، د۱۸ کلنۍ عمر يې بشپړکړی وي او د غالیو اوبدلو په برخه کې تجربه ولري؛ د غالیو اوبدلو تخنیکي زده کړې، ابتدايي سوداګري، د تشبثاتو پياوړي کول، د تولیداتو لپاره د هېواد دننه او بهر د اړوندو اتحادیو له لارې بازار پیداکول، ظرفیت لوړولو او د چاپیریال ساتنې په برخو کې ورکشاپونه ورکوي؛ څو هیوادوالې خويندې او ورونه وکولای شي په کور دننه پخپل مټ خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.پاى _ وصال