کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د لغمان د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز اړوند خواجه صاحب او انار باغ سیمو کې ۴۰۰ کورنۍ د برېښنا څخه برخمنې شوې.
د یاد ولایت والي قاري زین العابدین عابد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند خواجه صاحب په سیمه کې د ۲ میلیونو او ۷ سوه افغانیو په لګښت څلور سوه کورنیو ته برېښنا برابره شوه.
په ورته وخت کې د برېښنا رئیس مولوي عمرګل نائب بیا وویل چې لغمان کې دې ته ورته نورو شبکو باندې هم کار روان دی، چې په نږدې راتلوونکي کې به نورې کورنۍ هم برخمنې شې.
د یادونې وړ ده چې تردې مهال په ټول لغمان کې شاوخوا ۲۳ زرو کورنۍ د برېښنا نه برخمنې دي، چې له امله یې هرکال په میلیونونه افغانۍ د دولت بودیجې ته ورکول کېږې.