خبرونهټولنهروغتیا

په لغمان کې یو حیواني کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د وږي ۶مه، باختر 

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې یو حیواني کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په بادپښ ولسوالۍ کې د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ د ۳ زره ۶۰۰  ډالرو په لګښت په وسایلو سمبال یو حیواني کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. 

نوموړي زیاته کړه چې دغه کلینیک ته د څارویو اړوند درمل، ډول ډول واکسینونه،  یخچال، سولر سېسټم او یو موټرسایکل هم ورکړل شوی دی.

محمد زیاته کړه چې موخه یې د یاد پروګرام له تطبیق څخه د مالدارۍ سکټور پراختیا، او د اړمنو مالدارانو ستونزو ته رسېدنه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته