په لغمان کې یو جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل/ د غبرګولي ۳ مه/ باختر
د لغمان په مرکز مهترلام کې د ۳۸ مېلیونو په لګښت یو جمنازیوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان د بدني روزنې آمر استاد بادام ګل ملتزم د معلوماتو له مخې؛ دغه جمنازيوم د ختيځ زون په کچه لوی جمنازيوم دی، چې په جوړېدو سره يې په لغمان کې د بېلابېلو ورزشونو د لوبغاړو ډېرې ستونزې حل شوې.
په همدې حال کې د لغمان والي رحمت الله یار مل وویل چې په دغه جمنازيوم کې به په نږدې راتلونکي کې د زون په کچه د بېلابېلو لوبو سيالۍ ترسره شي.
يارمل د لغمان ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې دوی ته به په دغه ولايت کې د نورو لوبو لوبغالي هم جوړ شي.
پای/وصال