مهترلام باختر د زمري ۱۴ مه
په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو د نړیوالې ادارې (CWSA) له لوري په لغمان کې د هغو اتیا بیرته راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې د کډوالۍ اسناد یې په لاس کې نه درلود او له نورو مرستو څخه هم برخمنې شوې نه وې.
د لغمان ولایت د کډوالو چارو رېیس انجینر شاکر الله شاکر د بابختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل: دغه نغدي مرسته چې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانۍ کېږي په هرې کورنۍ ۶۴۸۰ افغانۍ وویشل شوې.پای/وصال