کابل باختر د کب دمياشتې ٧ :
په لغمان ولايت کې په يوه ښوونځي د طالبانو له خوا په راکټي بريدکې دوه تنه زده کوونکي ووژل شول او د يوه ښوونکي په ګډون اووه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې د لغمان ولايت په مهترلام ښارکې د شهيدمولوي په ښوونځي د وسله والو طالبانو له خوا راکټي بريد وشو .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: په دې پيښه کې دوه تنه زده کوونکي ووژل شول او د يوه ښوونکي په ګډون اووه تنه نورټپيان شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: توغندى ټيک هغه وخت په ښوونځي ولګيد چې زده کوونکي او ښوونکي ښوونځي ته د تګ راتګ په حال کې وو.
د لغمان ولايت دمرکز د يوه روغتون ډاکترانو د دريو تنو زده کوونکو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تر اوسه پورې هيچا يا کومې ډلې د دغې پيښې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى، خو سيمه ييز مقامات طالبان د دغې پيښې عاملين بولي .
2 1 دقیقه لوستل